ads

دوحه د امريكا او طالبانو د استازو د اووم پړاو خبرو كوربه ده

د قطر پايتخت دوحه نن د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د اووم پړاو خبرو كوربه ده. د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ورځې وړاندې وويل، ټول لوري له طالبانو سره د خبرو د چټك پرمختګ غوښتونكي دي. نوموړي په تېره غبرګولي مياشت كې […]

نویسنده: hewadpal
8 چنګاښ 1398
دوحه د امريكا او طالبانو د استازو د اووم پړاو خبرو كوربه ده

د قطر پايتخت دوحه نن د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د اووم پړاو خبرو كوربه ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ورځې وړاندې وويل، ټول لوري له طالبانو سره د خبرو د چټك پرمختګ غوښتونكي دي.
نوموړي په تېره غبرګولي مياشت كې كابل ته د خپل سفر په مهال ويلي و، له طالبانو سره د سولې مذاكرات نوي پړاو ته داخلېږي او بايد ټول افغانان په كې برخه واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا د دفاع سرپرست وزير مارک اسپر د پنجشنبې په ورځ د بلجيم په پايتخت بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې خبريالانو ته وويل، د خليلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوي.
د امريكا او طالبانو استازو تر دا مهاله په دوحه كې شپږ پړاوه مذاكرات بشپړ كړي، خو وروستۍ هوكړې ته سره نه دي رسېدلي.
د يادولو ده، چې له پرله پسې وړانديزونو وروسته طالبان تراوسه د ملي يووالي له حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته نه دي چمتو شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA