په غزني كې يو ۱۱ كلن ماشوم د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل شو او د تښتونې په تور يې درې تنه ونيول شول.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د علي جان په نوم ۱۱ كلن ماشوم شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د جاغوري ولسوالۍ له مربوطاتو تښتول شوى و او تښتوونكو يې د خوشې كولو په بدل كې د نوموړي له كورنۍ څلور ميليونه افغانۍ غوښتې وې.
د هغه په خبره، امنيتي سرتېرو د جمعې په ورځ علي جان د انسان تښتوونكو له منګولو خلاص كړ او درې تښتوونكي يې لاس په لاس ونيول.
نوري زياتوي، امنيتي ځواكونو په جاغوري ولسوالۍ كې په تېره يوه اونۍ كې د وژنې، غلا او نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو نهه تنه نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې په هېواد كې پرله پسې هدفي وژنو او د انسان تښتونې پېښو خلک اندېښمن کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


