د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا هوايي بريد تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په چنګاښه خوله سيمه کې شوى او په وژل شوو داعشيانو كې درې يې پاكستانيان دي.
سرچينې ويلي، د ياد هوايي بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


