ads

په كابل كې څلور جنايتكارې ډلې ونيول شوې

د كورنيو چارو وزارت په كابل كې د څلورو جنايتكارو ډلو د نيولو خبر وركوي. دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، پوليسو يادې ډلې د غلاوو او وژنو په تور د كابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې او بګراميو او ده سبز ولسواليو په مربوطاتو كې د جلا عملياتو په ترڅ كې نيولې […]

نویسنده: hewadpal
7 چنګاښ 1398
په كابل كې څلور جنايتكارې ډلې ونيول شوې

د كورنيو چارو وزارت په كابل كې د څلورو جنايتكارو ډلو د نيولو خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، پوليسو يادې ډلې د غلاوو او وژنو په تور د كابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې او بګراميو او ده سبز ولسواليو په مربوطاتو كې د جلا عملياتو په ترڅ كې نيولې دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د کابل د جنايي څېړنو د رياست له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبينو تېره ورځ عالم مشهور په عالم مارتول ونيوه.
سرچينې نوموړى غيرې مسوول وسله وال، زورواکى او د ځمکو غاصب بللى دى.
د کورنيو چارو وزارت هېوادوالو په ځانګړې توګه کابل ښاريانو ته له جنايتكارانو سره د جدي او قانوني چلند كولو ډاډ وركړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA