ads

په دايکندي کې ۲۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دايکندي په کجران ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو په ترڅ کې ۲۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ولايت د والي ويانده سكينه احساني وايي، طالبانو نن سهار يوه بجه او ۲۰ دقيقې د کجران ولسوالۍ د پدګك او سنګ حيدر بېګ سيمو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل. […]

نویسنده: hewadpal
7 چنګاښ 1398
په دايکندي کې ۲۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دايکندي په کجران ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو په ترڅ کې ۲۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د والي ويانده سكينه احساني وايي، طالبانو نن سهار يوه بجه او ۲۰ دقيقې د کجران ولسوالۍ د پدګك او سنګ حيدر بېګ سيمو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
هغې كليد ته وويل، په دغو بريدونو كې اته افغان سرتېري وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان دي.
احساني زياته كړه، په نښتو كې اته طالبان هم وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو بيا د دايكندي په كجران ولسوالۍ كې د يوه كنډك او درېيو امنيتي پوستو د نيولو او د يوه قوماندان په ګډون د نهو افغان سرتېرو د وژلو او ۱۳ نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA