د امريكا او روسيې جمهور رئيسانو د دوه اړخيزو اړيكو پر پياوړتيا او د ايران، سوريې او وينزويلا پر مسايلو خبرې وكړې.
ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين نن د جاپان په اوساكا ښار كې د نړۍ د ۲۰ صنعتي هېوادونو د مشرانو يا جي شل غونډې په څنډه كې له يو سره وكتل.
د سپينې ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړه جمهور رئيسان په خپله يو نيم ساعته ليدنه كې د وسلو پر كنټرول هم وغږېدل.
د تېر ميلادي په جولاى مياشت كې د فنلنډ د پايتخت هېلسينكي تر غونډې وروسته دا لومړى ځل دى، چې ټرمپ او پوتين له يو بل سره مخامخ ويني او بحث كوي.


