ads

ناټو له افغان ځواكونو د خپل ملاتړ پر دوام ټينګار وكړ

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان د هر هغه اقدام ملاتړ كوي، چې په افغانستان كې د تاوتريخوالي د كمېدو سبب كېږي. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د بلجيم په پايتخت بروكسل كې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى كې وكړې. سټولټنبرګ وويل، په افغانستان كې د […]

نویسنده: hewadpal
7 چنګاښ 1398
ناټو له افغان ځواكونو د خپل ملاتړ پر دوام ټينګار وكړ
NATO Secretary General Jens Stoltenberg holds a press point to brief the media in his capacity as Chairman of the NATO-Russia Council.

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان د هر هغه اقدام ملاتړ كوي، چې په افغانستان كې د تاوتريخوالي د كمېدو سبب كېږي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د بلجيم په پايتخت بروكسل كې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى كې وكړې.
سټولټنبرګ وويل، په افغانستان كې د ناټو حضور د دې سازمان تر ټولو لوى ماموريت دى او له طالبانو سره د سولې په خبرو كې پر پرمختګ سربېره تراوسه له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو لپاره طرحه موجوده نه ده.
د ناټو عمومي منشي په افغانستان كې د بيان ازادۍ، بشري حقونو او ښځو حقونو په برخو كې د ۱۸ كلنو لاسته راوړنو پر ساتنې ټينګار وكړ او په وينا يې، ترڅو چې د سولې په مذاكراتو كې پر ټولو مطرح شوو مواردو هوكړه ونه شي، له طالبانو سره به د سولې هېڅ هوكړه وروستۍ نه شي.
هغه زياته كړه، ناټو به له افغان ځواكونو خپل ملاتړ ته دوام وركړي، ځكه داعش ډله په سوريې او عراق كې له ماتې وروسته د افغانستان لپاره يو جدي ګواښ ګڼل كېږي او ښايي دا ډله په دغه هېواد كې خپل خلافت رامنځته كړي.
د ناټو د دفاع وزيران په بروكسل كې په دوه ورځنۍ غونډه كې د خپلو لګښتونو او د افغانستان په اړه وغږېدل.
د دې غونډې د پنجشنبې ورځې په ناسته كې د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر هم ګډون درلود.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA