ads

د راى وركوونكو د تقويتي نومليكنې بهير سبا پاى ته رسېږي

د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې د راتلونكو ټاكنو لپاره د راى وركوونكو د تقويتي نومليكنې بهير سبا پاى ته سېږي. د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د دغه بهير په لړ كې، چې د تېرې غبرګولي مياشتې په ۱۸مه نېټه پيل شوى، تر دا مهاله نېږدې ۲۰۰ زره كسانو خپل نومونه ثبت كړي دي. په […]

نویسنده: hewadpal
7 چنګاښ 1398
د راى وركوونكو د تقويتي نومليكنې بهير سبا پاى ته رسېږي

د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې د راتلونكو ټاكنو لپاره د راى وركوونكو د تقويتي نومليكنې بهير سبا پاى ته سېږي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د دغه بهير په لړ كې، چې د تېرې غبرګولي مياشتې په ۱۸مه نېټه پيل شوى، تر دا مهاله نېږدې ۲۰۰ زره كسانو خپل نومونه ثبت كړي دي.
په پام كې وه، چې په غزني كې د راى وركوونكو د عمومي نومليكنې بهير هم د غبرګولي مياشتې له ۱۸مې د چنګاښ تر اتمې نېټې دوام وكړي، خو ياد كمېسيون د يوې اونۍ لپاره وغځاوه.
په غزني كې بيا تر دې دمه له ۴۰ زرو زياتو كسانو په راتلونكو ټاكنو كې د ګډون په هدف نومليكنه كړې ده.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د معلوماتو له مخې، د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې د راى وركوونكو پر تقويتي او په غزني كې د هغوى پر عمومي نومليكنې ۲۳ ميليون ډالره لګښت راځي.
د يادونې وړ ده، چې د ولسي جرګې د تېر كال ټاكنو لپاره د راى وركوونكو په درې پړاوه نومليكنه كې شاوخوا نهه اعشاريه پنځه ميليونه كسانو خپل نومونه ثبت كړل، چې د راى وركوونكو د لېست له تصحيح وروسته دا شمېر اته اعشاريه نهه ميليونه تنو ته را ټيټ شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA