ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله اتمه لوبه سبا د پاكستان د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د شنبې د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په ليډز ښار كې پيل شي.
افغانستان تر دې مخكې د اسټراليا، سريلانكا، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا، انګلستان، هند او بنګله دېش په وړاندې اووه لوبې كړي او اووه واړه يې بايللې دي.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې روانې دي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.


