ads

افتاب عالم د كركټ د نړيوال جام له لوبو بهر شو

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړى افتاب عالم د انظباطي سرغړونې له كبله له انګلستانه افغانستان ته لېږل شوى او پر ځاى يې د نړيوال جام سياليو لپاره د افغان لوبډلې احتياطي لوبغاړى سيد احمد شېرزاد معرفي شوى دى. د افغانستان د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د کرکټ نړيوالې شورا […]

نویسنده: hewadpal
7 چنګاښ 1398
افتاب عالم د كركټ د نړيوال جام له لوبو بهر شو

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړى افتاب عالم د انظباطي سرغړونې له كبله له انګلستانه افغانستان ته لېږل شوى او پر ځاى يې د نړيوال جام سياليو لپاره د افغان لوبډلې احتياطي لوبغاړى سيد احمد شېرزاد معرفي شوى دى.
د افغانستان د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د کرکټ نړيوالې شورا د تخنيکي کمېټې او د افغانستان د کرکټ بورډ د ډسپلين کمېټې د اصولو پر بنسټ شوې، چې له كبله يې افتاب عالم د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام په راتلونكو لوبو كې ګډون نه شي کولى.
د كركټ نړيوالې شورا د تخنيكي كمېټې او د افغانستان د کرکټ بورډ د ډسپلين کمېټې د اصولو له مخې هېڅ لوبغاړى او ورسره مل پلاوى نه شي کولى له ټاکل شوو اصولو سرغړونه وکړي او د سرغړونې په صورت کې پرې وضع شوي اصول عملي کېږي.
بايد وويل شي، چې تر افتاب عالم وړاندې بل افغان لوبغاړى محمد شهزاد هم د ټپي کېدو له كبله د نړيوال جام له سياليو بهر او پر ځاى يې اكرام علي خېل له لوبډلې سره يو ځاى شو.
خو شهزاد کابل ته له رسېدو وروسته ځان روغ رمټ وباله او ويې ويل، د ټپي کېدو په پلمه له لوبډلې ايستل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA