ads

کونړ: په لرې پرتو ولسواليو کې خلک له روغتیایي خدمتونو ناخوښ دي

د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، د حکومت له لوري ورسره د روغیتایي ستونزو د حل په برخه کې ژمنې شوي، خو تر اوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې. دوی له مسولو ادارو په دې سیمه کې د روغتیایي خدماتو د پراخیدو غوښتنه کوي. دوی وایي د دغه ولایت په ګڼو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 چنګاښ 1398
کونړ: په لرې پرتو ولسواليو کې خلک له روغتیایي خدمتونو ناخوښ دي
کونړ ولایت

د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، د حکومت له لوري ورسره د روغیتایي ستونزو د حل په برخه کې ژمنې شوي، خو تر اوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.
دوی له مسولو ادارو په دې سیمه کې د روغتیایي خدماتو د پراخیدو غوښتنه کوي.
دوی وایي د دغه ولایت په ګڼو ولسوالیو کې داسې سیمې هم شته چې اوسېدونکي یې د روغتیایي خدمتونو د نشتون له کبله ډېر کله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د کونړ له دغو ولسوالیو یوه یې هم د شلتن ولسوالي ده، چې اوسیدونکي یې له روغتیایي خدمتونو سرټکوي او زیاتوي چې په دې ولسوالۍ کې یوازې دوه روغتیایي مرکزونه فعالیت کوي.
ځایي اوسیدونکي یې وایي، د دې ولسوالۍ یو کلینک یوازې یو نرس او یوه قابله لري، چې د وسایلو د کمبود له امله د خلکو روغتیایي ستونزې نشی حل کولای.
دغه خلک د کونړ له ولایتي چارواکو نه پاملرنه هغه څه بولي چې له کبله یې خلک له دا ډول ستونزو سره مخ کړي دي.
په ورته مهال د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکتر عزیز الرحمن ساپی وایي، د شلتن ولسوالۍ روغتیايي ستونزې یې له پامله نه دي غورځولي او هڅه یې دا ده چې د یو شمېر موسیسو په مرسته ورته روغتیایي امکانات برابر کړي.
د روغتیا په برخه کې د کونړ ګڼې سیمې له ورته برخلیک سره مخې دي.
د خلکو نیوکه دا ده چې ډېر کله حکومتي چارواکي ورسره د مرستې ژمنې کوي، خو پر وخت یې عملي کولای نه شي، چې له کبله یې پر حکومت دخلکو باور راکم شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA