slideshow

82
۶ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: احسان الله ولس مل

ارزګان: یوه کونډه مېرمن ورپاتې ماشومان وږي ویده کوي

هغه کونډه مېرمن چې ماشومان یې وږي ویده کېږي تصویر: کلید

په ارزګان ولايت کې د جګړې ځپلې کورنۍ یوه مېرمن وايې، په جګړو کې یې د کور دوه داسې کسان له لاسه ورکړي چې د کور ډوډۍ به یې پیدا کوله.
دغه مېرمن څرګندوي چې اوس لس ماشومان ورپاتې دي او هره ورځ له لوږې کړېږي.
دا وايې د ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او سخت بيړني لاس نيوي ته اړتيا لري. نوموړې پر حکومت هم نیوکه کوي چې له دوی سره یې د مرستې په بڼه هېڅ هم نه دي کړي.
دغه معصومه څېره چې عمر يي غمونو خوړلی د ۱۶ماشومان او ښځو د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده او دغه حالت یې سخت ځوروي.
ياده مېرمن وايي اصلي د ارزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ اوسيدونکې ده، خو جګړو په مخه کړې او مرکز ترينکوټ ته راګډه شوې ده. دغه کورنۍ په يو داسې کور کې ژوند کوي چې د استوګنې لپاره هېڅ مناسب نه دی.
نوموړې وايي، په جګړه کې يي يو زوی او خاوند دواړه وژل شوي اوکورنۍ يي بي سرپرسته پاته شوې ده.
هغه وايي، په کور کې ۱۰ ماشومان او د دې په شمول ۶ مېرمنې اوسېږي، چې ورځنی لګښت يي خپله برابره وي. د جګړو دغه قرباني شوې مېرمن وايي: «ډېرې شپې ورباندې داسې راځي چې خپل دغه ماشومان په دې پلمه وږي ويده کوي، چې ګواکي څو شېبې وروسته به يو څوک ورته د خير په ډول ډوډۍ راوړي))
دغه ښځه زياته وي چې کله سهار کېږي، خپل کوچني ماشومان له کور څخه راباسي او د ډوډۍ پر ځای واښه او توت ورکوي.
مېرمن وايي، په تېر کوچني اختر کې يي خپلو ماشومانو ته هېڅ هم نه دي برابر کړي او راتلونکي اختر کې هم تمه نلري.
دغه مېرمن له دولتي او غيري دولتي ارګانونو او موسيسو څخه سخته ګيلمنه ده او زياته وي چې په غریبۍ کې يي هېچا لاسنيوی نه دی کړی.
دغه سپين سرې مېرمن زیاتوي چې سهار له کور څخه وځي، خلګو ته د خیر غوښتلو لاس اوږده وي، خو تر مازدیګره هېڅ په لاس نه ورځي.
دا څرګندوي چې د دغه حالت يوازينی لامل په هېواد کې روانه جګړه ده.
نوموړې د خپلې کورنۍ د غړو په اړه هم د لوږې له امله له پټو رازونو پرته اوچتوي او وایي چې ځینې وختونه وږي ویده کېږي او د خوړلو لپاره هېڅ نه لري.
نوموړې په ژړغوني اواز وويل: «هغه وخت به د خپل خاوند او زوی قاتل وبخښي، کله چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د جګړې پر ځاي د سولې له لاري خپلې سياسي مبارزې ته دوام ورکړي.»
یوازې ارزګان ولایت نه دی چې ډېر شمېر کورنۍ پکې له داسې حالت سره مخې دي، بلکې د هېواد په ډېر شمېر سیمو کې دغه حالت دوام لري او خلک یې د ویر پر ټغر کېنولي دي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *