د پرېکنده ملاتړ ماموريت ځواکونه وايي، په افغانستان کې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي.
د دغه ماموريت له دفتره نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دوه امريکايي سرتيري وژل شوي، خو د وژل کېدو دقيق ځای او علت یې نامعلوم دي.
د خبرپاڼې له مخې، دوی د امريکا د دفاع وزارت د پاليسۍ له مخې تر ۲۴ ساعتونو د وژل شويو سرتېرو نومونه نه شي په ډاګه کولی.
دا دوه امريکايي سرتېري داسې مهال وژل شوي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو افغانستان ته په يوه ناڅاپي سفر راغلی دی.
امريکا په افغانستان کې نژدې ۱۴ زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او د وسلوالو ضد عملياتو کې په همکارۍ بوخت دي.