افغان ګډو ځواکونو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یوکمین په ترڅ کې شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي نیولي دي.
د هلمند د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر امر دویم څارن محمد زمان همدرد کلید ته وویل چې تېره ورځ له غرمې وروسته د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې د افغان ګډو ځواکوانو له خوا کمین نیول شوی و، چې په پایله کې یې ۲۰۰ کیلوګرامه تاریاک او ۲۰ کیلوګرامه نور خام توکي نیولي دي.
ښاغلی همدرد زیاتوي چې په دغه کمین کې له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال دوه کسان وژل شوی، یو عراده موټر، یو میل کلاشینکوف او یوه پایه مخابره هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د همدرد په خبره چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.