ads

هرات: وسله والو طالبانو د هرات ولایت پر ګلران ولسوالۍ برید کړی

د هرات ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې وسله والو طالبانو د یاد ولایت پر ګلران ولسوالۍ پراخه برید کړی، خو په خبره یې چې افغان ځواکونو دغه برید په شاتمبولی دی. د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده وایي چې تېره شپه وسله وال طالبان د دغه ولایت له نورو ولسوالیو راټول شوي وو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 چنګاښ 1398
هرات: وسله والو طالبانو د هرات ولایت پر ګلران ولسوالۍ برید کړی
د هرات ولایت نقشه

د هرات ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې وسله والو طالبانو د یاد ولایت پر ګلران ولسوالۍ پراخه برید کړی، خو په خبره یې چې افغان ځواکونو دغه برید په شاتمبولی دی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده وایي چې تېره شپه وسله وال طالبان د دغه ولایت له نورو ولسوالیو راټول شوي وو او د ګلران ولسوالۍ د نیولو په هدف یې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
نوموړی زیاتوي چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۱۰ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
ښاغلی ولیزاده وایي چې د نښتې پر مهال یو افغان سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA