د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي، جمهور رییس غني به سبا پنجشنبه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي.
جمهور رییس اشرف غني تېره ورځ په همدغه هدف په ارګ کې له سیاستوالو، سیمه ییزو کارپوهانو، پوهنتون استادانو او خبریالانو سره لیدنه درلوده او په همدې اړه یې له هغوی سره مشورې کړې دي.
ښاغلي غني ویلي چې سیمه ییز اتصال، سوله، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او سوداګریزه همکاري به د پاکستان له لومړي وزیر سره د بحث وړ موضوعات وي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان څو ځلې افغان جمهور رییس ته د ورتګ بلنه ورکړې، خو د اشرف غني له لوري رد شوې ده. دا ځل ولسمشر غني ویلي چې د سولې د مشورتي جرګې په خوښه پاکستان ته سفر کوي.