slideshow

48
۵ چنګاښ ۱۳۹۸

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته د بنسټیزو پروژو د تطبیق غوښتنه کوي


د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمېر سیمو ته له جګړو وروسته بیرته ستانه شوي خلک په خپله سیمه کې له حکومت څخه د بنسټيزو پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.
د یادې ولسوالۍ د وزیرو سیمې اړوند د پیره خېلو سیمې اوسیدونکي وایي، حکومت ورسره په شوو ژومنو عمل نه دی کړی، چې له امله یې د حکومت او ولس ترمنځ فاصله رامنځته شوې.
خو د ټولګټو چارو ریاست مسولین بیا په یاده ولسوالۍ کې د ځینو پروژو د کار د پیل خبر ورکوي. خوږیاڼي چې کلونو راهیسې په کې نه یوازې افغان ځواکونه له وسله والو ډلو سره په نښته بوخت وو، بلکې په دې ولسوالۍ کې د داعش اوطالب وسله والو ترمنځ هم ډېره کله جګړې کېږي، چې لوی زیان یې ولسي خلکو ته رسېږي.
سږکال د دې ولسوالۍ په پیره خېلو او یو شمېر نورو سیمو کې داعش او طالب وسله والو سره سختې نښتې وکړې چې له امله یې د سیمې په زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې.
د خوږیاڼو د وزیرو اړوند پیره خېلو سیمې اوسیدونکي چې له جګړو وروسته خپلو سیمو ته ستانه شوي له حکومت ګیله مند دي، چې نه یوازې یې له دوی سره په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی؛ بلکې په سیمه کې یې ځینې داسې پروژې له سروې وروسته پخپل حال پریښي، چې په نه رغېدو سره یې د سیمې اوسیدونکي له کړاو سره مخ دي.
له دغو پروژو یې یوه هم د ابکو صیب په نامه د یو پله یادونه کوي، چې په نه جوړېدو سره یې ځايي اوسیدونکي له ستونزو سره مخ دي.
د پیره خېلو سیمې اوسیدونکي نه یوازې په دې سیمه کې د پله د جوړولو غوښتنه کوي، بلکې له حکومت څخه په دې سیمه کې د رغنیزو پروژو په تطبیق کې د حکومت پاملرنه غواړي.
بل لور ته د ننګرهار د فواید عامې ریاست مسولین بیا د خوږیاڼو ولسوالۍ د پیره خېلو د سیمې اوسیدونکو ستونزې مني او د حل ډاډ ورکوي.
د ټولګټو چارو سرپرست رییس انجینر حامد ضیا وایي، په پام کې لري چې په یاده ولسوالۍ کې به پر نورو پروژو سربېره د پیره خېلو په ابکو صیب په پله هم ډېر ژر کار پیل شي.
خوږیاڼي، شینواري او یو شمېر نورې د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې په تېرو څو کلونو کې د جګړو له امله سختې وځپل شوې او د همدې جګړو په سبب یې زر ګونه خلک له خپلو سیمو بې ځایه شول.
د یادو سیمو اوسیدونکي چې اوس خپلو سیمو ته ستانه شوي، له حکومت په خپله سیمه کې د پروژو د تطبیق غوښټنه کوي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *