ads

نړيوال بانک له تاجکستان سره ۱۰۰ ميليونه ډالر مرسته کوي

نړيوال بانک له تاجکستان سره د دغه هېواد د ټولنيز او اقتصادي حالت د ښه کېدو په هدف ۱۰۰ ميليونه ډالر مرسته کوي. راپورونه وايي، د تاجکستان په پايتخت دوشنبې کې نن د نړيوال بانک د اجرايوي مديرانو شورا دوه پروژې د ياد هېواد د ټولنيز او اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره لاسليک کړې. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 چنګاښ 1398
نړيوال بانک له تاجکستان سره ۱۰۰ ميليونه ډالر مرسته کوي

نړيوال بانک له تاجکستان سره د دغه هېواد د ټولنيز او اقتصادي حالت د ښه کېدو په هدف ۱۰۰ ميليونه ډالر مرسته کوي.
راپورونه وايي، د تاجکستان په پايتخت دوشنبې کې نن د نړيوال بانک د اجرايوي مديرانو شورا دوه پروژې د ياد هېواد د ټولنيز او اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره لاسليک کړې.
له دې مرسته شوو پيسو ۳۰ ميليونه ډالر د کليوالي سيمو د اقتصادي پرمختګ او ۳۷ ميليونه ډالر د ټولنيزې ودې لپاره لګول کېږي.
په تاجکستان کې د نړيوال بانک استازي يان پيټرالټرس وويل، تاجکستان هغه هېواد دى، چې د نړيوال بانک له دغو مرستو شوو پيسو به د ګواښونو او تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره ګټه واخيستلى شي.
د تاجكستاني ځوانانو لپاره ښوونيز او دې ته ورته نور پروګرامونه به هم د نړيوال بانک په مرسته شوو پيسو جوړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA