ads

امنیتي چارواکي: د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ مرکز بیرته افغان ځواکونو ونیو

د هېواد په شمال کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له یو کال وروسته له وسلوالو طالبانو څخه د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ مرکز نیولی دی. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي کلید راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه پیل شول او تر اوسه د یادې ولسوالۍ په مرکز […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 چنګاښ 1398
امنیتي چارواکي: د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ مرکز بیرته افغان ځواکونو ونیو
افغان امنیتي ځواکونه

د هېواد په شمال کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له یو کال وروسته له وسلوالو طالبانو څخه د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ مرکز نیولی دی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي کلید راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه پیل شول او تر اوسه د یادې ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا سیمو کې دوام لري.
نوموړی وایي، وسلوالو طالبانو د جګړې له سیمې د خلکو د کورونو پر لور شاتګ کړی او افغان ځواکونو ته یې د پرمختګ چارې سختې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې له هوایي او ځمکنۍ لارې څو هدفونه په نښه شوي او د دولت وسلوالو مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ له کابو یو کال راهیسې د وسلوالو طالبانو په کنټرول کې وه او اوس افغان ځواکونه د ځانګړو عملیاتو په تر سره کولو سره پر دې توانېدلي چې د یادې ولسوالۍ مرکز یو ځل بیا له وسلوالو طالبانو څخه ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA