ads

د کرکټ نړیوال جام: بنګلدېش د افغان لوبډلې د بریا هیلې مړاوې کړې

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله اوومه لوبه د ۶۲ منډو په توپير د بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې ته وبايلله. دا لوبه د دوشنبې په ورځ د انګلستان په ساوتمپټن ښار كې ترسره شوه. د لوبې پچه د افغانستان د لوبډلې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 چنګاښ 1398
د کرکټ نړیوال جام: بنګلدېش د افغان لوبډلې د بریا هیلې مړاوې کړې

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله اوومه لوبه د ۶۲ منډو په توپير د بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې ته وبايلله.
دا لوبه د دوشنبې په ورځ د انګلستان په ساوتمپټن ښار كې ترسره شوه.
د لوبې پچه د افغانستان د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې اچونې پرېكړه يې وكړه.
بنګله دېشۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۲ منډې وكړې، خو افغان لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړ او په ۴۷ اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۲۰۰ منډې وكړې.
افغانستان تراوسه د اسټراليا، سريلانكا، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا، انګلستان، هند او بنګله دېش په وړاندې اووه لوبې كړي او اووه واړه يې بايللې دي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله به خپله اتمه لوبه د راتلونكې شنبې په ورځ د پاكستان د كركټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره كړي.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انګلستان او وېلز په كوربه توب روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA