ads

امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د يوه فرمان په لاسليكولو سره پر ايران نوي بنديزيونه ولګول. که څه هم ټرمپ له يوې خوا پر ايران نوي بنديزونه لګولي، خو له بلې خوا يې ادعا كړې، چې شونې ده له دغه هېواد سره هوکړې ته ورسېږي. ده پرون خبريالانو ته ويلي، پر ايران به فشار […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 چنګاښ 1398
امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د يوه فرمان په لاسليكولو سره پر ايران نوي بنديزيونه ولګول.
که څه هم ټرمپ له يوې خوا پر ايران نوي بنديزونه لګولي، خو له بلې خوا يې ادعا كړې، چې شونې ده له دغه هېواد سره هوکړې ته ورسېږي.
ده پرون خبريالانو ته ويلي، پر ايران به فشار ته دوام ورکړي او نه پرېږدي، چې دا هېواد اټومي وسلې ولري.
ټرمپ زياته كړې، دوى له هېڅ هېواد سره د جګړې هوډ نه لري، خو ايران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه كولو اجازه ورنه كړي.
ايران تر دې دمه پر دغه هېواد د امريكا د نوو بنديزونو په تړاو غبرګون نه دى ښودلى.
د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ وروسته له هغې لا زيات شو، چې ايران تېره پنجشنبې يوه امريكايي بې پيلوټه الوتكه نسكوره كړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA