د امریکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ادعا کوي، چې د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونه له ایران سره مستقیمې سوداګریزې اړیکې لري او غواړي له دغه هېواد سره خپلې سوداګريزې اړيكې وساتي.
نوموړي له اېن بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، دوى اروپایانو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، ځکه په وينا يې، هغوی ټولې پیسې له ایرانه ترلاسه کوي.
ټرمپ په ځانګړي ډول فرانسې ته اشاره کړې او په خبره يې، دا هېواد په ایران ماشینونه او ځينې نور توکي پلوري.
د امریکا جمهور رئیس زياته كړې، متحده ايالات دې ته ارزښت نه ورکوي، چې د ایران اټومي هوكړه دوه اړخیزه يا څو اړخیزه وي.
اروپایي ټولنې د ټرمپ د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د يادونې وړ ده، چې د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ اټومي هوكړه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوه، خو وروسته واشنګټن ترې ووت او پر تهران يې له سره بنديزونه ولګول.


