ads

د کرکټ نړیوال جام: افغان لوبډله نن له بنګلدېش سره لوبه کوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله اوومه لوبه نن د بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره كړي. دا لوبه به د كابل پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو د انګلستان په ساوتمپټن ښار كې پيل شي. افغانستان تر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 چنګاښ 1398
د کرکټ نړیوال جام: افغان لوبډله نن له بنګلدېش سره لوبه کوي
Afghanistan's captain Asghar Stanikzai, left, plays a shot, as Bangladesh's wicketkeeper Mushfiqur Rahim watches during the second one-day international cricket match in Dhaka, Bangladesh, Wednesday, Sept. 28, 2016. (AP Photo/A.M. Ahad)

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله اوومه لوبه نن د بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو د انګلستان په ساوتمپټن ښار كې پيل شي.
افغانستان تر دې مخكې د اسټراليا، سريلانكا، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا، انګلستان او هند پر وړاندې شپږ لوبې كړي او شپږ واړه يې بايللې دي.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې روانې دي، چې پكې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA