ads

جرمني: د ۱۶۰ داعش پلوه جرمنيانو برخليك معلوم نه دى

جرمني نن اعلان وکړ، هغه ۱۰۰۰ داعش پلوه جرمنيان، چې په سوريې او عراق کې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې سيمو ته تللي وو، ځينې يې په ډله ييز ډول بېرته خپل هېواد ته ورغلي، خو د ۱۶۰ نورو برخليک نامعلوم دى. جرمني رسنۍ وايي، دا کسان له داعش ډلې سره د يوځاى کېدو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 چنګاښ 1398
جرمني: د ۱۶۰ داعش پلوه جرمنيانو برخليك معلوم نه دى

جرمني نن اعلان وکړ، هغه ۱۰۰۰ داعش پلوه جرمنيان، چې په سوريې او عراق کې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې سيمو ته تللي وو، ځينې يې په ډله ييز ډول بېرته خپل هېواد ته ورغلي، خو د ۱۶۰ نورو برخليک نامعلوم دى.
جرمني رسنۍ وايي، دا کسان له داعش ډلې سره د يوځاى کېدو لپاره عراق او سوريې ته تللي وو.
د راپورونو له مخې، جرمني وېره لري، چې دغه کسان به په ناڅاپي توګه ورشي او هلته به ورانکاره فعاليتونه پيل کړي.
داعش ډلې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په عراق كې د اسلامي خلافت په نوم دولت اعلان کړ، چې د جرمني په ګډون د ځينو نورو هېوادونو وګړي هم له يادې ډلې سره د يوځاى کېدو په هدف عراق او سوريې ته لاړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA