ads

امریکایي چارواکي او طالب مشران اووم پړاو خبرې پیلوي

د امریکایي چارواکو او وسلوالو طالبانو تر منځ راتلونکی پړاو خبرې د جون پر ۲۹مه تر سره کېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د دوی او طالبانو تر منځ به راتلونکی پړاو خبرې د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شي. ښاغلي خلیلزاد دغه خبره […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 چنګاښ 1398
امریکایي چارواکي او طالب مشران اووم پړاو خبرې پیلوي
په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د خبرو دوام

د امریکایي چارواکو او وسلوالو طالبانو تر منځ راتلونکی پړاو خبرې د جون پر ۲۹مه تر سره کېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د دوی او طالبانو تر منځ به راتلونکی پړاو خبرې د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شي. ښاغلي خلیلزاد دغه خبره پخپله ټویټرپاڼه کې کړې ده. نوموړي څرګنده کړې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، سیاسي روغې جوړې ته د رسېدو لپاره د بین الاافغاني خبرو پیل، د تروریستانو له لوري د افغان خاورې نه کارول او تلپاتې اوربند د دوی لپاره مهمې موخې دي.
د دې تر څنګ طالبانو بیا ویلي چې امریکایي لوري په تېرو خبرو کې ورسره منلې چې له افغانستان څخه خپل پوځیان باسي. زلمي خلیلزاد خپل اوسنی سفر د مې میاشتې پر ۲۹مه پیل کړی او تر اوسه د افغانستان په شمول پاکستان، بلجیم او جرمني ته تللی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA