د شمالي كوريا رسنۍ وايي، د دغه هېواد مشر كيم جونګ اون د امريكا د جمهور ریيس ډونالډ ټرمپ له لوري ډېر ښه ليك ترلاسه كړى دى.
كه څه هم د شمالي كوريا رسنيو د دغه ليك په اړه زيات جزيات نه دي خپاره كړي، خو د ياد هېواد مركزي خبري اژانس راپور وركړى، چې كيم د دغه ليك له محتوا ډېر راضي دى.
د شمالي كوريا د مركزي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، كيم د ټرمپ سياسي قضاوت او زړورتيا ستايلې ده.
سپينې ماڼۍ لا په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د امريكا او شمالي كوريا د مشرانو لومړۍ ليدنه د تېر ميلادي كال په جون مياشت كې په سينګاپور كې ترسره شوه، چې په كې له اټومي وسلو د كوريا ټاپو وزمې د پاكولو هوكړه وشوه.
خو د ټرمپ او كيم دویمه ليدنه، چې د روان ميلادي كال په فبروري مياشت كې په ويتنام كې وشوه، وروسته له هغې له ماتې سره مخ شوه، چې دواړه لوري په كې كومې هوكړې ته ونه رسېدل.


