ads

په ننګرهار كې يو ديني عالم ووژل شو

نامعلومو وسله والو تېر ماښام اووه بجې او ۱۰ دقيقې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې يو ديني عالم وژلى دى. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، وژل شوى ديني عالم عزت الله نومېده او د حاجي کمپ د جامع جومات خطيب و. نوموړي زياته كړه، پېښه […]

نویسنده: hewadpal
2 چنګاښ 1398
په ننګرهار كې يو ديني عالم ووژل شو

نامعلومو وسله والو تېر ماښام اووه بجې او ۱۰ دقيقې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، وژل شوى ديني عالم عزت الله نومېده او د حاجي کمپ د جامع جومات خطيب و.
نوموړي زياته كړه، پېښه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې رامنځته شوې ده.
د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي او مسووليت يې تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ديني عالمانو د وژل کېدو لړۍ چټکه شوې ده.
د ديني عالمانو په باور، د دوى له ډلې ډېرى هغه په نښه کېږي او وژل کېږي، چې په دولتي غونډو کې زيات ګډون کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA