slideshow

63
۲ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: محمدشفیق هېوادپال

دافغان او هندي سوداګرو تر منځ د ۷۵ ملیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شول


د هند په ممبيي ښار كې د افغانستان د كرنيزو محصولاتو په دوه ورځني نندارتون كې، چې تېره ورځ پاى ته ورسېد، افغان سوداګرو د ۷۵ ميليونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه كړل.
د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وياند اکبر رستمي وايي، د نندارتون په لومړۍ ورځ د ۳۲ ميليونه او په دویمه ورځ د ۴۳ ميليونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شول.
د نوموړي په خبره، هندي سوداګر د افغانستان كرنيز محصولات ځكه خوښوي چې ښه كيفيت لري.
بايد وويل شي، چې په ياد نندارتون كې په ۵۷ غرفو كې تازه او وچې مېوې، شات، طبي بوټي، زعفران او د افغانستان ځينې نور كرنيز محصولات نندارې ته وړاندې شول.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *