ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د هند او د هېواد د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډله د جاپان په وړاندې ولوبېږي.
افغان لوبډله به د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله شپږمه لوبه نن د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په ساوتمپټن ښار كې د هند د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې پيل كړي.
افغانستان تر دې مخكې د اسټراليا، سريلانكا، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا او انګلستان په وړاندې پنځه لوبې كړي او پنځه واړه يې بايللې دي.
بلخوا د هېواد د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډله د كابل وخت نن مازديګر شپږ بجې او ۳۰ دقيقې په ايران كې د جاپان د لوبډلې په وړاندې د اسيا سياليو پايلوبه پيلوي.
افغان لوبډلې په نيمه پايلوبه كې په ۴-۳ پايلې سره انډونيزيا ته ماتې وركړې وه.