په داسې حال كې، چې د سولې عالي شورا رئيس محمد كريم خليلي په پاكستان كې د افغانستان د سولې په تړاو په جوړه شوې غونډه كې ګډون كړى، د يادې شورا يوه غړې دغه غونډه په هېواد كې د سولې د ټينګښت په برخه كې بې ګټې بولي.
دا غونډه نن په پنجاب ايالت كې د لاهور د سولې څېړنيز مركز په كوربه توب ترسره شوه، چې په كې ګلبدين حكمتيار، عطاء محمد نور، محمد محقق او ځينو نورو افغان سياستوالو ګډون درلود.
د سولې عالي شورا غړې ليلا جعفري كليد ته وويل، پاكستان بايد خپل سوله غوښتونكى حركت د افغانستان حكومت او خلكو ته په عمل كې ثابت كړي او په خبره يې، د دا ډول غونډو په جوړېدو سره به سوله ترلاسه نه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني څو ورځې وروسته د پاكستان د لومړي وزير عمران خان په رسمي بلنې اسلام اباد ته سفر وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


