په لوګر كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د خوښۍ ولسوالۍ د باغكي په نوم د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وكړ، چې د مرستندويه سرتېرو په رسېدو سره په شا وتمبول شو.
نوموړي زياته كړه، د جګړې په ترڅ كې اووه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
د احمدزي په وينا، د جګړې په مهال درې سيمه ييز پوليس هم ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


