ads

په كونړ كې پنځه داعش وسله وال وژل شوي

افغان ځواكونو د كونړ په نورګل ولسوالۍ كې پنځه داعش وسله وال وژلي دي. د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنيت د ۰۲ قطعې ځانګړو ځواکونو د نورګل ولسوالۍ په مزار درې کې تصفيوي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې د دې ولسوالۍ لپاره […]

نویسنده: hewadpal
1 چنګاښ 1398
په كونړ كې پنځه داعش وسله وال وژل شوي

افغان ځواكونو د كونړ په نورګل ولسوالۍ كې پنځه داعش وسله وال وژلي دي.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنيت د ۰۲ قطعې ځانګړو ځواکونو د نورګل ولسوالۍ په مزار درې کې تصفيوي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې د دې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د استخباراتي مسوول او دوو بهرنيانو په ګډون پنځه داعشيان وژل شوي او ۱۴ تنه نور له داعش وسله والو سره د اړيكو لرلو په تور نيول شوي دي.
سرچينه وايي، عمليات كوونكو ځواكونو د داعش ډلې يو مركز، يوه د مهماتو ستره ډيپو، يو موټر او دوه موټر سايكلونه هم له منځه وړي دي.
يادې ډلې تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA