د كاپيسا په تګاب ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون كوونكو پر امنيتي پوستو بريدونه وكړل، چې د جګړو په مهال دوه امنيتي سرتېري ووژل شول او پنځه تنه نور ژوبل دي.
د هغه په خبره، د نښتو په ترڅ كې ۱۲ طالبان هم وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو لا په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


