د عراق په پايتخت بغداد كې بمي چاودنې له ۲۷ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د عراقي رسنيو د راپورونو له مخې، دا چاودنه پرون د بغداد د بلديې سيمې په امام مهدي جومات كې شوې، چې له كبله يې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ژوبل دي.
د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى او ښايي د وژل شوو كسانو شمېر زيات شي.
د چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


