پاكستان نن د يو شمېر افغان سياستوالو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه د غونډې كوربه دى.
دا غونډه په پنجاب ايالت كې د لاهور د سولې څېړنيز مركز په كوربه توب جوړه شوې ده.
ګلبدين حكمتيار، محمد كريم خليلي، عبدالطيف پدرام، انوارالحق احدي او ځينې نور افغان سياستوال په دې غونډه كې ګډون لري، خو مخكېني جمهور رئيس حامد كرزي په كې له ګډون كولو ډډه كړې ده.
د راپورونو له مخې، په پاكستان كې د افغانستان د سولې په تړاو خبرو ته شاوخوا ۳۰ افغان سياستوال بلل شوي دي.
بلخوا ويل كېږي، چې د لاهور د سولې څېړنيز مركز په غونډه كې يو شمېر طالب استازو هم برخه اخيستې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني څو ورځې وروسته د پاكستان د لومړي وزير عمران خان په رسمي بلنې اسلام اباد ته سفر وكړي.


