د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تاييدوي، چې پر ايران يې د پوځي بريد امر كړى و، خو وروسته يې د هغه مخه ونيوله.
ټاكل شوې وه دا بريد د جمعې په سهار ترسره شي، خو د ټرمپ په وينا، د بريد له پيله يې ۱۰ دقيقې وړاندې ځكه د هغه مخنيوى وكړ، چې تلفات يې لسګونو تنو ته رسېدل.
ايران وايي، د پنجشنبې په سهار يې يوه امريكايي بې پيلوټه الوتكه ځكه نسكوره كړه، چې هوايي حريم ته يې داخله شوې وه، خو امريكا ادعا كوي، چې ياده الوتكه د غورځېدو په مهال د ايران له اوبو شاوخوا ۳۴ كيلو مټره لرې وه.
د امريكا د جمهور رئيس په خبره، له ايراني چارواكو سره له قيد او شرط پرته مذاكراتو ته چمتو دى.
په همدې حال کې د ايران لپاره د امريکا ځانګړي استازي براين هوک د واشنګټن او تهران ترمنځ د كړكېچ د پراخېدو پر مخنيوي ټينګار كړى او ايران ته يې خبرداری ورکړى، چې ډيپلوماسۍ ته دې په زور ځواب نه وايي.


