ads

مارك اسپر د امريكا د دفاع وزير په توګه وټاكل شو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دې هېواد د دفاع وزارت پخوانى مرستيال مارك اسپر د دفاع د وزير په توګه وټاكه. اسپر، چې د جمعې په ورځ په نوې دندې ګومارل شوى، د دفاع وزارت پر چوكۍ د ناستې لپاره د امريكا د سنا جرګې د تاييد رايې ته اړتيا لري. تر ده […]

نویسنده: hewadpal
1 چنګاښ 1398
مارك اسپر د امريكا د دفاع وزير په توګه وټاكل شو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دې هېواد د دفاع وزارت پخوانى مرستيال مارك اسپر د دفاع د وزير په توګه وټاكه.
اسپر، چې د جمعې په ورځ په نوې دندې ګومارل شوى، د دفاع وزارت پر چوكۍ د ناستې لپاره د امريكا د سنا جرګې د تاييد رايې ته اړتيا لري.
تر ده وړاندې پاټريك شاناهان د پنټاګون سرپرستي پر غاړه لرله، خو هغه له خپلې دندې استعفا وكړه.
د تېر ميلادي كال په ډسمبر مياشت كې د جېمز ماټيس تر استعفا وروسته، چې له ټرمپ سره يې پر بېلابېلو مسايلو په ځانګړې توګه له سوريې د امريكايي سرتېرو پر وتلو د نظر د اختلاف له كبله وكړه، امريكا د دفاع وزير نه درلود.
اسپر په داسې حال كې د امريكا د دفاع وزير په توګه ټاكل شوى، چې په دې وروستيو كې د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ د جګړې پولې ته نېږدې شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA