د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، په افغانستان كې د څو لسيزې جګړې له كبله له افغانانو وروسته پاكستانيانو تر نورو ډېر غم زغملى دى.
هغه دا خبره نن په پاكستان كې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې په پرانيستونكې وينا كې وكړه، چې د يو شمېر افغان سياستوالو په ګډون د لاهور د سولې څېړنيز مركز په كوربه توب جوړه شوې وه.
قريشي وويل، هېواد يې د يوه امن لرونكي، باثباته او ډيموكراټيك افغانستان غوښتونكى دى او سولې ته د رسېدو لپاره ورسره همكاري كوي.
ده ټينګار وكړ، چې اسلام اباد او كابل بايد خپلو ګډو هدفونو او ګټو ته د رسېدو په هدف له يو بل همكاري وكړي.
بايد وويل شي، چې د امريكا حكومت پر پاكستان په فشار راوړلو سره له دې هېواده غوښتي، چې له افغان حكومت سره مخامخ خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره جدي او صادقانه هڅې وكړي.


