ads

جمهور رئيس غني له سياف سره وكتل

جمهور رئيس محمد اشرف غني له جهادي رهبر عبد رب الرسول سياف سره ليدلي دي. د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني تېر مازديګر په پغمان ولسوالۍ کې د امير عبدالرحمن خان او د اماني دورې د ماڼيو د بيارغونې کاري بهير د ليدلو ترڅنګ د سياف كور ته د هغه د پوښتنې […]

نویسنده: hewadpal
1 چنګاښ 1398
جمهور رئيس غني له سياف سره وكتل

جمهور رئيس محمد اشرف غني له جهادي رهبر عبد رب الرسول سياف سره ليدلي دي.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني تېر مازديګر په پغمان ولسوالۍ کې د امير عبدالرحمن خان او د اماني دورې د ماڼيو د بيارغونې کاري بهير د ليدلو ترڅنګ د سياف كور ته د هغه د پوښتنې په هدف ورغی.
دوى د هېواد د اوسني وضعيت او د سولې پروسې په اړه هم خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئيس له نېږدې د يادو تاريخي ماڼيو د ليدنې په مهال، چې د جمهوري رياست عملياتي واحد يې د بيارغونې چارې ترسره کوي، په وخت او ښه کيفيت د هغو د بيارغونې چارو د بشپړولو په تړاو لازمې لارښوونې وکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA