د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې څلور تنه د نشه يي توكو د پلور په تور نيول شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، ياد كسان د دغه وزارت د نشه يي توكو په ضد د مبارزې پوليسو د كابل ښار د څلورمې، شپږمې، ۱۱مې او ۱۲مې ناحيو په مربوطاتو كې د عملياتو په ترڅ كې نيولي دي.
د سرچينې په خبره، پوليسو له نيول شوو كسانو يوه اندازه چرس، شيشه او هيرويين ترلاسه كړل.
كابل ښاريان امنيتي ځواكونه په پايتخت كې د نشه يي توكو د پېر او پلور په مخنيوي كې په پاتې راتګ تورنوي او وايي، نشه يي توكي په ازاده توګه په كابل ښار كې پلورل كېږي.


