امنيتي ځواكونو په ميدان وردګ كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې كړي دي.
د ملي دفاع وزارت تېره ورځ ناوخته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، امنيتي سرتېرو د چک ولسوالۍ په مربوطاتو كې ځانګړي عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې د طالبانو له زندانه ۱۳ تنه ازاد شول.
د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو د طالبانو د مهماتو يوه ډيپو، يو ۸۲ ملي متري توپ، څلور راكټونه او څلور كلاشينكوفونه ترلاسه كړي او د هغوى يو سراچه ډوله موټر يې سوځولى دى.
په خبرپاڼه كې راغلي، امنيتي سرتېرو د ملا جانان په ګډون څو شکمن کسان له ځانونو سره بېولي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


