۲۰۹ شاهين قول اردو په فارياب كې د څلورو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
دې قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا طالبان تېره شپه د ګرزيوان ولسوالۍ په مربوطاتو كې د كومانډو ځواكونو د عملياتو په مهال ووژل شول.
د سرچينې په خبره، په دغو عملياتو كې د پوليسو يو رېنجر، چې مخكې طالبانو نيولى و، د هغوى دوه قرارګاوې او درې موټر سايكلونه هم له منځه يووړل شول.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، په دغو عملياتو كې كومانډو سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو عملياتو په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.


