لوېديځې رسنۍ وايي، د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ پر ايران د بريد امر كړى و، خو ناڅاپه يې لغوه كړ.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې او اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس په خپلو راپورونو كې ويلي، ټرمپ د ايران له لوري د امريكايي بې پيلوټه الوتكې د نسكورولو په غبرګون كې خپلو ځواكونو ته امر كړى و، چې يو شمېر ايراني پوځي مركزونه دې په نښه كړي، خو په نامعلوم دليل پښېمانه شو.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يوه لوړپوړي امريكايي چارواكي له قوله ليكلي، د دغه بريد د ترسره كولو لپاره د امريكا الوتكې وړونكې بېړۍ او جنګي الوتكې چمتو شوې وې.
سپينې ماڼۍ او پنټاګون تر دا مهاله په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.
سپاه پاسداران وايي، د پنجشنبې په ورځ يې يوه امريكايي بې پيلوټه الوتكه، چې د ايران هوايي حريم ته داخله شوې وه، را نسكوره كړه، خو امريكا ادعا كوي، چې ياده الوتكه د غورځېدو په مهال د ايران له اوبو شاوخوا ۳۴ كيلو مټره لرې وه.


