په هنګري كې يوې محكمې يو افغان قاچاق وړونكى د لسګونو پناه غوښتونكو د وژنې په تور په عمري بند محكوم كړ.
د محكمې قاضي ايريك ميولكي وويل، سمسورمل او د هغه درې بلغاريايي همكاران يې د انسان د قاچاق او ۷۱ پناه غوښتونكو د وژنې په تور په عمري بند محكوم كړل.
د ۲۰۱۵م ميلادي كال په اګسټ مياشت كې په اتريش كې د اتو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون د افغانستان، سوريې او عراق د ۷۱ وګړو جسدونه په يوه يخچال لرونكي لوى موټر كې وموندل شول.
د راپورونو پر بنسټ، دا پناه غوښتونكي د خپل سفر په مهال په دې موټر كې د اكسيجن له كموالي سره مخ شوي وو، خو قاچاق وړونكو د دوى د دروازې پرانيستلو غوښتنه رد كړې وه.
۱۰ نور كسان له دغو قاچاق وړونكو سره د همكارۍ په جرم په څو كلن بند محكوم شوي دي.


