ads

د ازبكستان لوى څارنوال له دندې ګوښه شو

د ازبكستان جمهور رئيس شوکت ميرضيايف د دغه هېواد لوى څارنوال اوتابېګ مرادوف له دندې ګوښه كړى دى. مرادوف د تېر ميلادي كال په جنوري مياشت كې د ازبكستان د لوى څارنوال په توګه دنده پيل كړې وه. نوموړى رسنيو ته د ازادۍ وركولو پاليسۍ په پيلولو مشهور دى. د ازبكستان د جمهور رئيس په […]

نویسنده: hewadpal
31 غبرګولی 1398
د ازبكستان لوى څارنوال له دندې ګوښه شو

د ازبكستان جمهور رئيس شوکت ميرضيايف د دغه هېواد لوى څارنوال اوتابېګ مرادوف له دندې ګوښه كړى دى.
مرادوف د تېر ميلادي كال په جنوري مياشت كې د ازبكستان د لوى څارنوال په توګه دنده پيل كړې وه.
نوموړى رسنيو ته د ازادۍ وركولو پاليسۍ په پيلولو مشهور دى.
د ازبكستان د جمهور رئيس په خپاره شوي فرمان كې د دې هېواد د مشرانو جرګې رئيس نعمت الله يولداشيف د مرادوف ځايناستى ټاكل شوى دى.
په فرمان كې د ياد هېواد د لوى څارنوال د ګوښه كېدو د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA