slideshow

59
۳۱ غبرګولی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

جمهور رئيس غني د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډله وستايله


جمهور رئيس محمد اشرف غني د افغانستان د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو د ملي لوبډلې له روزونکي عبدالرزاق ممرک سره د ټيليفوني تماس له لارې د اسيا د فوټسال سياليو وروستي پړاو ته د لارموندنې په خاطر مبارکي وويله او د لوبغاړو هڅې يې وستايلې.
هغه په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته د بريا او د اسيا د اتلولۍ ترلاسه كولو هيله وکړه.
جمهور رئيس غني اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د سياليو په وروستۍ ورځ د حضور لپاره دې ايران ته لوړپوړی دولتي پلاوی واستوي، همدارنګه يې د جمهوري رياست د چارو ادارې او د بدني روزنې لويو رياستونو ته لارښوونه وکړه، چې کابل ته د يادې لوبډلې د راستنېدو په مهال د تاوده هرکلي په هدف لازم ترتيبات ونيسي او د تقدير لپاره دې ارګ ته هم وبلل شي.
د افغانستان د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په لومړۍ نيمه پايلوبه كې د انډونيزيا لوبډلې ته د درېيو په مقابل كې په څلورو ګولونو ماتې وركړه او د اسيا د فوټسال سياليو پايلوبې ته ووته.
په دوهمه نيمه پايلوبه کې جاپان په ۸-۴ پايلې سره کوربه هېواد ايران مات کړ او سبا به له افغانستان سره پايلوبه وكړي.
افغان لوبډلې پايلوبې ته د وتلو لپاره د هانګ كانګ، تايلنډ او انډونيزيا لوبډلو ته ماتې وركړې او يوازې يې له ايرانه په لږ توپير ماتې وخوړه.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *