د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ كې د دوو هوايي بريدونو له كبله د يوه قوماندان په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي د وياند محمد عارف نوري په وينا، دغه هوايي بريدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د اندړو ولسوالۍ په سليمانزي او جمال كلا سيمو كې ترسره شوي دي.
نوموړي د وژل شوي طالب قوماندان نوم حبيب ياد كړ.
د نوري په خبره، په يادو هوايي بريدونو کې ملکي کسانو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ