د ملي امنيت عمومي رياست په تخار كې د وسله والو طالبانو د يوې اته كسيزې ډلې د نيولو خبر وركوي.
دې رياست نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، دغو كسانو د تخار لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي محسن په امر هلته تروريستي او تخريبي فعاليتونه كول، چې ځانګړو ځواكونو يې وپېژندل او ويې نيول.
سرچينې د نيول شوو طالبانو نومونه ربي الله مشهور په قاري زبير، قاري نعمت الله، قاري عصمت الله، قاري برکت الله، سيد عزيز، شېخ عتيق الله، بالته بای او شفيق الله ياد كړي او په وينا يې، پر خپل جرم يې اعتراف كړى دى.
وسله والو طالبانو لا په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ