ads

د پاكستان سترې محكمې د يوه مجرم اعدام وځنډاوه

د پاكستان ستره محكمه وايي، په رواني ناروغۍ د اخته زنداني غلام عباس اعدام يې ځنډولى دى. عباس، چې څه باندې ۱۳ كلونه يې په زندان كې تېر كړي، د بشري حقونو د فعالانو د فشار له كبله تر دا مهاله نه دى اعدام شوى. د پاكستان د سترې محكمې وياند شاهد كمبويو د دوشنبې […]

نویسنده: hewadpal
28 غبرګولی 1398
د پاكستان سترې محكمې د يوه مجرم اعدام وځنډاوه

د پاكستان ستره محكمه وايي، په رواني ناروغۍ د اخته زنداني غلام عباس اعدام يې ځنډولى دى.
عباس، چې څه باندې ۱۳ كلونه يې په زندان كې تېر كړي، د بشري حقونو د فعالانو د فشار له كبله تر دا مهاله نه دى اعدام شوى.
د پاكستان د سترې محكمې وياند شاهد كمبويو د دوشنبې په ورځ وويل، دغې محكمې تر بل امره د عباس اعدام وځنډواه.
ټاكل شوې وه ياد ۳۶ كلن سړى نن په دار وځړول شي.
دى د خپل ګاونډي د وژلو په تور په ۲۰۰۶م ميلادي كال كې زنداني شو.
د پاكستان د عدالت پروژې په نوم ادارې، چې د مرګ سزا په ضد كمپاين كوي، د عباس د اعدام ځنډولو غوښتنه كړې وه.
دې ادارې د تېرې يكشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه كې وويل، ياد كس له رواني ناروغۍ رنځېږي.
په پاكستان كې له ۴۶۰۰ زياتو بنديانو ته د اعدام سزا اورول شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA