د مصر پخوانى جمهور رئيس محمد مرسي پرون د محاكمې په مهال ومړ.
د مصر دولتي ټلويزيون راپور وركړى، چې مرسي په محكمه كې د خبرو كولو لپاره له قاضي د وخت غوښتنه وكړه، وروسته بې حاله شو او بيا يې ساه وركړه.
نوموړى د ۲۰۱۳م ميلادي كال د جولاى مياشتې په درېيمه نېټه د جاسوسۍ په ګډون په بېلابېلو تورنو زنداني شوى و.
مرسي په دې كال كې د عبدالفتاح السيسي په مشرۍ د اعتراضونو په پايله كې له واكه ګوښه شو.
ده په ورته ډول په ۲۰۱۲م ميلادي كال كې حسنې مبارك له جمهوري رياسته لرې كړى او واك يې په خپل لاس كې اخيستى و.